نظم
#2
د عروج اسمان
یم لوېدلی د عـــروج له دنـــــګ اسمانــــــه
پر زړګي مې د يوه پاتې ارمـان ګونــــــځې
د سرحد چکـــر پــــرې ووهــــــه امیــــــره
ایستل کیږي پر جهاد د ایمــــان ګونـــــځې
ماتـــــه ډېـــرې نــــارواوې تر شـــــا ښکاري
راته ښکاري په تنــــدي د جانان ګونــــــځې
خدایــه ومــې بښـــه نوُر مې زړه تـه راوړه
تاريکۍ مې زياتوي د احســــان ګونــــــځې
جــــوړ حـــــالات ظــواهري د انقـــلاب دي
ټولـــــوه ددې بدرنګــــه جهــــان ګونځـــې
الظ-واهر-ي
۱۴۰۵ ، جوزا ، د لوی اختر څخه يوه ورځ مخکې
کابل