غزل
#1
ژوند
ژوند د خواهشاتو له اختیار باسي
مینه چې د اور په څوکو لار باسي
شاید چې د ټول ژوند یې خلاصه وي
څه چې فدايي له انتظار باسي
کلي ته هم وَرَسېدې اوس وایم
ځالې د شیطان به څوک له ښار باسي
ذکر چې د زړه په مراندو ګډ شولو
خامخا به تبې له بیمار باسي
دا افغانستان دی نړۍ پوهه شه
سترګې به د وخت له هر ښامار باسي
عَشَق پکې وپاله ''ایمنه'' خير
دا مصروف جهان سړی له کار باسي
الzوا-هري
کابل ، 1404/12/20