مشاعره #۵۱

۵۱ مه ګڼه بیتي مشاعره

د ګوربت ادبي دېرې ( ۵۱مه ګڼه ) مشاعره چې د محترم محمد بدر په لاندي بیت مو را پیل کړې وه. انتخابي بیت ‏زما هم شو په عشق کې سر په دار لکه یار نعـره د اناالحـق مې کـړه تڪرار لکـه د یار محمد بدر

2026-06-20 نېټه
29 ادبي اثار
29 بیتونه
0 شعرونه

بیتونه

د دې مشاعرې بیتونه

‏زما هم شو په عشق کې سر په دار لکه یار
نعـره د اناالحـق مې کـړه تڪرار لکـه د یار
خوښیږي مې ستا سترګې او رخسار لکه د یار
هم ستا په نغمه زېږد انداز ګفتار لکه د یار
زموږ د جنون دغه تقدس هم کفایت کړي!
زلمي په اور ګډیږي وار په وار لکه د یار!
شهیده ستا رخسار ته مي کتل اُحُد را ياد سو
خوړلی دې پر مخ باندې ګوزار لکه د يار
زه هسې تقدس ته حق حیران ومه لالیه!
زه څو ځلې شهید شومه خمار لکه دیار
په ورو ورته مسکی شمه او ډاډ واخلم ترې زړه ته
د چا په وي په سترګو قرار لکه د یار
دفاع کې د پاک دين او د وطن شولې شهيده
خو هېر به نه کړؤ ستا د ژوند آثار لکه د يار
چې را مې غله تر غوږه خواشينيو کډه وکړه
نعره د مؤَذِن په شنۀ سهار لکه د يار
زموږ د چم له څو دنګو زلمو یې الهام واخیست
اوس ځکه دنګ په ونه دی چینار له د یار
وه دومره پرې غالبه د محبوب سپېڅلې میـنه
قربان شول ترې خُبیب غوندې په دار لکه د یار
نادره ده چې داسې بې معنا مې څنګ ته راغی!
خبر یې راته رانه وړ رویبار لکه دیار
لږ راشه راته کېنه د ښکلاوو مازدیګره
ته هم وکړه د مینی مې اظهار لکه دیار
ما هم د تن په وینو باندي مینه کـــړه خړو به
په وینو به مي سوړ کړ سور انګار لکه د یار
په څوکو د انګار چې وي منزل ته رسېدلی
زما خوښ دی په هغه لاره رفتار لکه دیار
اې ته هم بیخي ښکلی یې په مثل د یو چا!
ځلیږي دې سپین مخ او سپین رخسار لکه دیار
وطن ته مو د امن سوکالۍ پیغام راوړی
دي پاتی مو هډونه په دې لار لکه دیار
زما د صبــــر کاڼي بــــــه هم وويشي په مينه
که وکړي څوک پـــــــه ما باندې ګزار لکه د يار
د مینې په اور سوی یم خمار لکه د یار
دا زړه مې چاودیدلئ دی انار لکه د یار
له هرڅه نه به تېر شمه په حسن د اشنا
کړم سربه نظرانه په دغه لار لکه دیار
ما هم د ربﷻ لپاره دار ته هسکه غاړه ور وړه
له هېچا نه مې نه کولو ډار لکه دیار
زه نه لرمه ډار ګوره تل هسکه غاړه ګرځم
او نه کوم له مینې یـې انــــــکار لکه د یار
سبب مې چې د درځ زړګي معلوم وي راته هو
را سیخ د شي د غـشو بڼـو وار لـکه د یار